د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خوست کې د کابل بانک پر څانګه بريد کوونکى ووژل شو

په خوست کې د کابل بانک پر څانګه بريد کوونکى ووژل شو

Dec 21, 2011 - 10:32

خوست ښار(پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠) : په خوست ښار کې د کابل بانک پر څانګه د وسله وال بريد په ترڅ کې بريد کوونکى ووژل شو.

د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال زيارت ګل اژانس د ليندۍ په ٣٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار په لسو بجو او ٢٠ دقيقو يوه وسله وال بريدکوونکي د کابل بانک پر ودانۍ بريد وکړ، خو پوليسو ډېر ژر له منځه يووړ.

د هغه په وينا، وسله وال تن غوښتل د کابل بانک پر ودانۍ او له همدغه ځايه د خوست پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړي.

نوموړي وويل، چې په دې بريد کې پوليسو او د کابل بانک کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى او د بريد کوونکي جسد اوس (   ١١:١٥ ) هم د کابل بانک ودانۍ مخې ته پروت دى.

د زيارت ګل په وينا، دوى له مخکې راپور درلود، چې په خوست ښار کې يو شمېر وسله وال کسان د بريد نيت لري.

ده زياته کړه: ((موږ له مخکې راپور درلود او له همدې امله مو پوره تيارى ورته درلود، يو يې ووژل شو او د نورو په اړه په ښار کې پلټنې روانې دي.))

خو د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى روغتون ته د پېښې له سيمې يو ټپي راوړل شوى دى.

د هغه په وينا، ياد ټپي د کابل بانک ساتونکى دى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د يادونې ده، چې يو ځل مخکې هم په کابل بانک باندې وسله والو ډله ييز بريد کړى و، چې له امله يې د ياد بانک ودانۍ ته زيان اوښتى و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement